طالبانو يې کورونو کښې مائنونه ښخ کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93837-طالبانو_يې_کورونو_کښې_مائنونه_ښخ_کړي_دي
د هلمند خلقو د طالبانو لخوا د هغوي په کورونو کښې د مائنونو د ښخولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2020 03:14 Asia/Kabul
  • طالبانو يې کورونو کښې  مائنونه ښخ کړي دي

د هلمند خلقو د طالبانو لخوا د هغوي په کورونو کښې د مائنونو د ښخولو خبر ورکړ.

 د افغان سرچينو له مخې په مالي او اداري چارو کې د هلمند مرستیال والي وایي، چې په ناوې، نادعلي، چاه انجیر او بولان سیمو کي عملیات دوام لري چې د لښکرګاه ښار له څوکو یې جګړه لرې کړي، د نوموړي په وینا د یادو سیمو د عملیاتو په دوران کې یې ۱۱۳ وسله والو طالبانوته مرګ ژوبله اړولې.

بل لوری ته د دې سیمې اوسیدونکي وائي، چې طالبانو یې کورونو کښې مائنونه ځای پر ځای کړي دي.

د هلمند ولایت لښکرګاه ښار ته له جګړې راغلي خلک وایي: کورونو کې یې طالبانو تیرکښونه ایستلي او ټولو برخو کي یې ماینونه ځای پر ځای کړي او دوی خپلو کورونو ته نه شي ستنېدلای.

دغه اوسیدونکي وایي، چې د دوی د اوسېدو کورونو کې داسې ماینونه ځای پر ځای شوي چې ایستل یې ښایي د یوې ورځې کار نه وي، دوی له دواړو لوریو نه د جګړې د ودرېدو غوښتنه وکړه.

دغه اوسیدونکې وایې: کاروبار یې په ټپه دریدلېی، ځمکې یې شاړي پاتې شوي.

طالبانو تر اوسه پورې د هلمند اوسیدونکو او د دې عملیاتو په اړه خپل خوا ته د اوښتي زیان په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلی.

۱۵ ورځي کیږي چي د هلمند ولایت په ناوې، نادعلي، باباجي ولسوالیو او بولان سیمه کې جګړه روانه ده، دا په داسې حال کې ده چې د تیرې یوې میاشتې راهیسې قطر هېواد دوحه ښار کې بین الافغاني خبرې پیل شوي خو څه نتيجې ته نه دي رسېدلي.