له ایرانه لومړنی مسافری ریل ګاډی د افغانستان هرات ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93838-له_ایرانه_لومړنی_مسافری_ریل_ګاډی_د_افغانستان_هرات_ته_ورسید
د  خواف –هرات د ریل پټلۍ  پروژه  د ایران او افغانستان ترمینځ  د تفاهم نامې په اساس ،افغانستان ته د ایران د اسلامی جمهوریت  د یوه وړیا  مرسته ده چې  ایراني لوري جوړه کړې ده  .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2020 08:20 Asia/Kabul
  • له ایرانه لومړنی مسافری ریل ګاډی د افغانستان هرات ته ورسید

د  خواف –هرات د ریل پټلۍ  پروژه  د ایران او افغانستان ترمینځ  د تفاهم نامې په اساس ،افغانستان ته د ایران د اسلامی جمهوریت  د یوه وړیا  مرسته ده چې  ایراني لوري جوړه کړې ده  .

زمونږخبریال راپور راکړ  د افغانستان دهرات د والی ویندوي  جیلاني فرهاد  نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ،دغه مسافری ریل ګاډی پرون د ایران یو پلاوی  له ایرانه هرات ته منتقل کړ څو  ددغې پټلۍ  دبشپړ پرانیستو تر وروستیو مرحلو پورې چارې  وارزوي .

  د افغانستان  ولس   د ایران له خواف سیمې د افغانستان  هرات ښار ته ددغه ریل ګاډي درسیدا تود هرکلی کړی دی . 

Image Caption

 

 جیلانی فرهاد زیاته کړې،  ټاکل شوې ده ، ایرانی پلاوي ددغې ریل پټلۍ   درسمي افتتاح وخت هم اعلان کړي .  د هرات  د والی ویندوي وئيلي دي ، د هرات ،خواف  دریل پټلۍ بشپړتیا  په تر ټولو وروستیو مرحلو کې ده او د  تجارت ، دمسافرانو تګ راتګ  او ټرانزیټ  دپراختیا لاره به پیل کړي   د  ایران او افغانستان ترمینّځ به  د تل پاتې پراختیا لامل شي .

د افغانستاند اقتصادي  چارو کارپوه او  مشهور تاجر عبدالعلي سروري  هم په دې اړه  ایرنا خبری اژانس ته وئیلي دي ،د ایران  او افغانستان ترمینځ ددغه مسافری او تجارتي ریل ګاډي  دپټلۍ  پرانیستل کیدا  د دواړو هیوادونو د تجارت په لاره کې  د تل پاتې پراختیا لپاره  لومړنی حرکت کیدلی شي .

د  خواف –هرات   د ریل پټلۍ  پروژه  د ایران او افغانستان ترمینځ  د تفاهم نامې په اساس ،افغانستان ته د ایران د اسلامی جمهوریت  د یوه وړیا  مرسته ده چې  ایراني لوري جوړه کړې ده  .