په افغانستان کې په هوائي حملو کې نور ۴۳طالبان ووژل شول
دغه حملې او اخ و ډب په داسې څال کې په اوڅاره توګه زیات شوی چې د قطر په دوحې کې د کابل حکومت او طالبانو ډلې ترمینّځ د سولې خبرې اترې تر ډیره حده پیکه شوي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ د افغانستان دفاع وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،د کندهار ولایت په ارغنداب او پنجوائ ولسوالیو کې د هوائي ځواک په بمباریو کې درویشت وسلوال طالبان وژل شوي او دغه راز په لسګونو نور ټپیان شوي هم دي .
وئيل کیږي،په بادغیس ولایت کې په بالامرغاب ولسوالۍ کې هم د افغان ځواک په حملې کې د طالبانو ډلې دیوه قوماندان مولوي عبدالباري پشمول لس وسلوال طالبان وژل شوي دي .
دافغانستان ملی اردو دغه راز د کابل ښار په شاوخوا کې په پنځلسمې امنیتي حوزې کې یو بم له چاودیدو مخکې کشف اوشنډ کړی دی .
له دې مخکې د کندهار پولیسو دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي وو ،په مختلفو سیمو کې په هوائي بمباریو کې یوسل پنځه وسلوال طالبان وژل شوي او کابو شپږ ویشت نور ټپیان شوي دي .
دغه حملې او اخ و ډب په داسې څال کې په اوڅاره توګه زیات شوی چې د قطرپه دوحې کې د کابل حکومت او طالبانو ډلې ترمینّځ د سولې خبرې اترې تر ډیره حده پیکه شوي دي .