د افغانستان ولسی جرګې یو شمیر امنیتی چارواکي وروغوښتل
اعتراض کونکو پارلیماني استازو وئیلي دي ، که ددغو کسانو څرګندونې په ښونکو مرکزونو د وروستیو جنایتونو په اړه قانع کونکي نه وي ،نو د اساسی قانون د ۶۸مادې په اساس افغانستان ولسمشر اشرف غني باید په پارلیمان کې حاضر شي .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان ولسی جرګې نن په څرګندې غونډې کې د ولسمشر لومړی مرستیال امر ا..صالح ، د ملی امنیت شورا سلاکار حمد ا...محب او درې نور لوړپوړي امنیتی قوماندانان د راتلونکي سه شنبې په ورځې پارلیمان ته ورغوښتي ، دکابل په پوهنتون د وروستۍ ترهه ګرې حملې په اړه د استازو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي .
اعتراض کونکو پارلیماني استازو وئیلي دي،که ددغو کسانو څرګندونې په ښونکو مرکزونو د وروستیو جنایتونو په اړه قانع کونکي نه وي،نو د اساسی قانون د ۶۸مادې په اساس افغانستان ولسمشر اشرف غني باید په پارلیمان کې حاضر شي .
د کابل په پوهنتو د وړمې ورځې په بوږنونکي ترهه ګرې حملې کې لږترلږه ۳۵کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي . د اشرف غني لومړي مرستیال امر ا.. صالح ددغې حملې عامل طالبان معرفي کړي ، خو طالبانو ډلې دغه پښه په کلکه رد کړې ده.