د افغانستان دیارلس پولیس خوشي شوي دي
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان دیارلس (۱۳) پولیس چې د کابل پوهنتون د امنیت په تامینولو کښې د سستۍ په دلیل نیول شوي وو خوشي شول .
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح چې کابو یوه (۱)میاشت کیږي د کابل ښار د امنیت مسولیت یې پرغاړه اخیستی دی نن وویل حاضردمه څوک په پلازمینې کابل کښې د امنیت په تامینولو کښې په غفلت نشو تورنولای او نه یې نیولی شو .
هغه وویل د کابل په پوهنتون باندې د حملې په ارتباط دوسیه چې څوک پکښې ګرم دي تراوسه نه ده بشپړه شوي .
دا په داسې حال کښې دي چې د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز پرون ویلي وو د دریمې(۳) حوزې له جنایي جرمونو سره د مبارزې د مدیر او د دریمې(۳) امنیتي حوزې د پولیسو د قومندان په شمول دیارلس (۱۳) پولیس د کابل پوهنتون د امنیت د تامینولو لپاره د دندې په ترسره کولو کښې د غفلت په تور نیول شوي او پوځي څارنوالې ته معرفي شوي دي .
د کابل په پوهنتون باندې حملې د افغانستان د خلکو ، چارواکو او د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د څه د پاسه څلویښتو (۴۰) هیوادونو د چارواکو غوسه راپارولي ده او دغه کار د بشریت پرضد جنایت بلل شوی دی .