افغانستان کښې تاوتریخوالې زیات شوی دی
د افغانستا نپه چارو کښې د امریکې ځانګړي مفتش دفتر د اندیښنې له څرګندولو پرته وویل چې د صلحې د مذاکراتو له پيلیدو سره هم مهاله په دې هیواد کښې تاوتریخوالي ډیر زیات شوي دي.
د افغانستا نپه چارو کښې د امریکې ځانګړي مفتش دفتر د اندیښنې له څرګندولو پرته وویل چې د صلحې د مذاکراتو له پيلیدو سره هم مهاله په دې هیواد کښې تاوتریخوالي ډیر زیات شوي دي.
آوا خبري آژانس خبر ورکړې چې سیګار پرون په یو رپورټ کښې وویل: له تیرو کابو دوو میاشتو راهیسې یعنې د قطر په دوحه کښې د صلحې د مذاکراتو له پيلیدو وروسته د یوبل په سنګرونو باندې د طالب ډلې او د افغانستان د حکومتي ځواکونو حملې ۵۰ فیصده زیاتې شوې دي.
د سیګار دا رپورټ په داسې حال کښې خپریږي چې څو میاشتې مخکښې د افغانستان د جنګ د ختمولو او د اوربند د ټینګښت په لړ کښې د دغه هیواد له چارواکو، طالبانو، قطر، پاکستان او ځینو نورو هیوادونو سره د امریکې د ځانګړي استازي ځلمي خلیلزاد صلاح مشورو هیڅ ګټه نه ده کړې بلکې په جنګ ځپلي افغانستان کښې ورسره پرله پسې چاودنې او د ملکیانو مرګ ژوبله لازیاته شوې هم ده.