د کابل د پارک سینما ودانۍ ورانه کړې شوه
Nov 10, 2020 07:38 Asia/Kabul
د کابل ښاروالۍ د افغان فلم د مشرې صحرا کریمي له مخالفت او کاربندیز سره سره د دغه ښار د سینما پارک ودانۍ ورانه کړه.
د کابل ښاروالۍ ویلي دي چې د پارک سینما ودانۍ د افغانستان د ولسمشر د وړومبي مرستیال امر ا... صالح په حکم ورانه کړې شوې ده.
د کابل ښاروالۍ د پارک سینما د ورانولو موخه چې کابو ۵۰ کاله مخکښې جوړه شوې وه، د هغه زوړوالې وباله چې د بیارغاونې امکان یې نشته او ټاکل شوې چې پر ځاې یې یو نوې فرهنګي او کلتوري ځاې جوړ شي.
د کابل ښاروالۍ دا کار په داسې حال کښې دی چې د ولسمشر اشرف غني جګ پوري کلتوري صلاحکار شاه حسین مرتضوي د یوې اونۍ لپاره د دغې تاریخي ودانۍ د ورانیدو د مخنیوي غوښتنه کړې وه.
ټیګونه