د کابل د پارک سینما ودانۍ ورانه کړې شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94095-د_کابل_د_پارک_سینما_ودانۍ_ورانه_کړې_شوه
د کابل ښاروالۍ د افغان فلم د مشرې صحرا کریمي له مخالفت او کاربندیز سره سره  د دغه ښار د سینما پارک ودانۍ ورانه کړه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 10, 2020 07:38 Asia/Kabul
  • د کابل د پارک سینما ودانۍ ورانه کړې شوه

د کابل ښاروالۍ د افغان فلم د مشرې صحرا کریمي له مخالفت او کاربندیز سره سره  د دغه ښار د سینما پارک ودانۍ ورانه کړه.

د کابل ښاروالۍ ویلي دي چې د پارک سینما ودانۍ د افغانستان د ولسمشر د وړومبي مرستیال امر ا... صالح په حکم ورانه کړې شوې ده.

د کابل ښاروالۍ د پارک سینما د ورانولو موخه چې کابو ۵۰ کاله مخکښې جوړه شوې وه، د هغه زوړوالې وباله چې د بیارغاونې امکان یې نشته او ټاکل شوې چې پر ځاې یې یو نوې فرهنګي او کلتوري ځاې جوړ شي.

د کابل ښاروالۍ دا کار په داسې حال کښې دی چې د ولسمشر اشرف غني جګ پوري کلتوري صلاحکار شاه حسین مرتضوي د یوې اونۍ لپاره د دغې تاریخي ودانۍ د ورانیدو د مخنیوي غوښتنه کړې وه.