د سولې په باب دافغانستان له جهادي مشرانو سره د عبدا...عبدا...مشورې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94129-د_سولې_په_باب_دافغانستان_له_جهادي_مشرانو_سره_د_عبدا...عبدا...مشورې
په دغو لیدوکاتو کې د افغانستان د درست ولس لپاره د منلو وړ،تل پاتې اود عزتمنې سولې له بهیره پرملاتړټينګارشوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 11, 2020 12:43 Asia/Kabul
  • د سولې په باب دافغانستان له جهادي مشرانو سره د عبدا...عبدا...مشورې

په دغو لیدوکاتو کې د افغانستان د درست ولس لپاره د منلو وړ،تل پاتې اود عزتمنې سولې له بهیره پرملاتړټينګارشوی دی .

د افغانستان دملی مصالحې لوړې شورا مشر،له طالبانو ډلې سره د سولې د خبرواترو په بندون پسې،ددغه  هیواد له لوشمیر جهادي  اوسیاسی مشرانو سره لیده کاته او مشورې کړي دي .

 ډاکټر عبدا... عبدا...د افغانستان له ولسمشر سره له لیدوکاتو وروسته له طالبانو ډلې سره د روغې جوړې په خبرواترو کې له بندونه د وتلو د لارو چارو په باب ددغه هیواد  له یو شمیر جهادي او سیاسی مشرانو او سپين روبو سره  خبرې او مشورې کړي دي .

 د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا دمشرد دفتر له خوا د خپرې شوي اعلامیې په اساس ، په دغو لیدوکاتو کېد افغانستان د درست ولس لپاره د منلو وړ،تل پاتې او د عزتمنې سولې له بهیره پر ملاتړ ټينګار شوی دی .

Image Caption

 

 دغو سیاسی اوجهادي مشرانو او سپين روبو همداراز هیله ښودلې،په اوسنیو شرائطو کې له بحرانه د هیواد د ساتنې او د سولې د بهیرد بریالیتوب لپاره  دملی او سیاسی ځواک  انسجام  دی .

عبدا... عبدا...چې د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشري په غاړه لري،له طالبانو ډلې سره دسولې دخبرواترو په بهیر کې چې قطرئې کوربتوب کوي ،ددغه بندون د ختمولو لپاره  له سختوشرائطو سره  مخامخ شوی دی .

 ډاکټر عبدا. څو اونۍ مخکې  په دوحې ښار کې د بین الافغاني خبرواترو او د سولې د بهیر بندون ته درسیدو  په وخت کې  پاکستان ،هندوستان او ایران ته سفرونه وکړل  څو  د ګاونډیو او د سیمې د هیوادونو له ظرفیّتونو څخه  د افغانستان د سولې له خبرو اترو سره دمرستې لپاره استفاده وکړي،چې   ددغو سلامشورو  له نتیجو د ته  ارزونه مثبته وه .

 په داسې شرائطوکې چې هماغه راز طالبان له امریکا سره د سولې د موافقې د مادو د اجرائي کیدا د ضرورت په باب پر خپلو دریځونو  ټينګار کوي،په بین الافغاني خبرواترو کې  پرمختګ ئې له افغانستانه  د بهرنیو عسکرو له بشپړ وتلو سره  مشروط کړی دی،د ملی مصالحې دلوړې شورا مشر دې ځل د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره له مشورو او خبرو وروسته  ددغه هیواد له یوشمیر جهادي اوسیاسی مشرانو سره په ګډې غونډې کې  له بندونه د سولې د خبرواترو د ویستلو لپاره د مرکچي ټيم له پروګرامونو د دوي د ملاتړ  په جلبولو پسې  دی .

Image Caption
Image Caption

 

دې ته په پام سره چې د لوئې جرګې مخکینۍناستې،په قطرکې د بین الافغاني خبرواترو له پیلیدا مخکې د طالبانو ددرستو بندیانود خوشي کولو مجوز صادر کړی،دم ګړۍ عبدا....عبدا...د افغانستان دسولې دخبرواترو  د بهیر د غوټه پرانیستو لپاره  لازیاتو اختیاراتو ته اړتیا لري .

 په همدې اساس ، احتمال شته چې  عبدا...عبدا...له اشرف غني سره په کتنې کې له طالبانوډلې سره د سولې د خبرواترو پر بهیر د واکمنوشرائطوپه بیانولوسره،ددغو خبرواترو د غوټې د پرانیستو لپاره  د افغانستان ولسمشر ته یولړ وړاندیزونه وړاندې کړي وي،چې نتیجه  ئې باید ددغه هیواد د حکومت د مرکچي ټیم د اختیاراتو زیاتول وي .

Image Caption

 

 په همدې چوکاټ کې  د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر  ښه پوهیږي ، چې د  لازیاتو اختیاراتو څخه د برخمنیدا لپاره  یوازې د دغه هیواد دولسمشر د نظر جلبول کافي نه دي ،او باید د داخلی  اجماع سازۍ  او  د نیوکه کونکو  ډلو ټپلو او خلکو له ملاتړه دبرخمنیدا لپاره   دافغانستان دسیاسی او جهادي  مشرانو ملاتړ هم  ترلاسه کړي .

  عبدا.. یله مند دی،چې د وخت دهغو جهادي مشرانو او سیاسی شخصیټونو د ملاتړ په جلبولوسره چې،د افغانستان په ولس کې خاص ځائيګی  لري ، دوي قانع کړي،چې  له طالبانو ډلې سره د دایمي اور بند لپاره  د اوسني فرصت  له لاسه د نه ورکولولپاره  باید ددغه هیواد د حکومت د مرکچي ټیم  اختیارات زیات شي .

 د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا دمشر له نظره،له دغه اوسني  بندونه د بین الافغاني خبرواترو ویستل،په دغو خبرواترو کې  نرمښت ته اړتیا لري  چې  دا چاره د دغه هیواد دحکومت دمرکچي ټیم  لازیاتو اختیاراتو ته ضرورت لري، ددې په ترڅ کې چې  نرمښت لرونکي شرائط باید له ملي ملاتړ او پشتوانې  هم برخمن  وي .