د سولې په باب دافغانستان له جهادي مشرانو سره د عبدا...عبدا...مشورې
په دغو لیدوکاتو کې د افغانستان د درست ولس لپاره د منلو وړ،تل پاتې اود عزتمنې سولې له بهیره پرملاتړټينګارشوی دی .
د افغانستان دملی مصالحې لوړې شورا مشر،له طالبانو ډلې سره د سولې د خبرواترو په بندون پسې،ددغه هیواد له لوشمیر جهادي اوسیاسی مشرانو سره لیده کاته او مشورې کړي دي .
ډاکټر عبدا... عبدا...د افغانستان له ولسمشر سره له لیدوکاتو وروسته له طالبانو ډلې سره د روغې جوړې په خبرواترو کې له بندونه د وتلو د لارو چارو په باب ددغه هیواد له یو شمیر جهادي او سیاسی مشرانو او سپين روبو سره خبرې او مشورې کړي دي .
د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا دمشرد دفتر له خوا د خپرې شوي اعلامیې په اساس ، په دغو لیدوکاتو کېد افغانستان د درست ولس لپاره د منلو وړ،تل پاتې او د عزتمنې سولې له بهیره پر ملاتړ ټينګار شوی دی .
دغو سیاسی اوجهادي مشرانو او سپين روبو همداراز هیله ښودلې،په اوسنیو شرائطو کې له بحرانه د هیواد د ساتنې او د سولې د بهیرد بریالیتوب لپاره دملی او سیاسی ځواک انسجام دی .
عبدا... عبدا...چې د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشري په غاړه لري،له طالبانو ډلې سره دسولې دخبرواترو په بهیر کې چې قطرئې کوربتوب کوي ،ددغه بندون د ختمولو لپاره له سختوشرائطو سره مخامخ شوی دی .
ډاکټر عبدا. څو اونۍ مخکې په دوحې ښار کې د بین الافغاني خبرواترو او د سولې د بهیر بندون ته درسیدو په وخت کې پاکستان ،هندوستان او ایران ته سفرونه وکړل څو د ګاونډیو او د سیمې د هیوادونو له ظرفیّتونو څخه د افغانستان د سولې له خبرو اترو سره دمرستې لپاره استفاده وکړي،چې ددغو سلامشورو له نتیجو د ته ارزونه مثبته وه .
په داسې شرائطوکې چې هماغه راز طالبان له امریکا سره د سولې د موافقې د مادو د اجرائي کیدا د ضرورت په باب پر خپلو دریځونو ټينګار کوي،په بین الافغاني خبرواترو کې پرمختګ ئې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو له بشپړ وتلو سره مشروط کړی دی،د ملی مصالحې دلوړې شورا مشر دې ځل د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره له مشورو او خبرو وروسته ددغه هیواد له یوشمیر جهادي اوسیاسی مشرانو سره په ګډې غونډې کې له بندونه د سولې د خبرواترو د ویستلو لپاره د مرکچي ټيم له پروګرامونو د دوي د ملاتړ په جلبولو پسې دی .
دې ته په پام سره چې د لوئې جرګې مخکینۍناستې،په قطرکې د بین الافغاني خبرواترو له پیلیدا مخکې د طالبانو ددرستو بندیانود خوشي کولو مجوز صادر کړی،دم ګړۍ عبدا....عبدا...د افغانستان دسولې دخبرواترو د بهیر د غوټه پرانیستو لپاره لازیاتو اختیاراتو ته اړتیا لري .
په همدې اساس ، احتمال شته چې عبدا...عبدا...له اشرف غني سره په کتنې کې له طالبانوډلې سره د سولې د خبرواترو پر بهیر د واکمنوشرائطوپه بیانولوسره،ددغو خبرواترو د غوټې د پرانیستو لپاره د افغانستان ولسمشر ته یولړ وړاندیزونه وړاندې کړي وي،چې نتیجه ئې باید ددغه هیواد د حکومت د مرکچي ټیم د اختیاراتو زیاتول وي .
په همدې چوکاټ کې د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر ښه پوهیږي ، چې د لازیاتو اختیاراتو څخه د برخمنیدا لپاره یوازې د دغه هیواد دولسمشر د نظر جلبول کافي نه دي ،او باید د داخلی اجماع سازۍ او د نیوکه کونکو ډلو ټپلو او خلکو له ملاتړه دبرخمنیدا لپاره دافغانستان دسیاسی او جهادي مشرانو ملاتړ هم ترلاسه کړي .
عبدا.. یله مند دی،چې د وخت دهغو جهادي مشرانو او سیاسی شخصیټونو د ملاتړ په جلبولوسره چې،د افغانستان په ولس کې خاص ځائيګی لري ، دوي قانع کړي،چې له طالبانو ډلې سره د دایمي اور بند لپاره د اوسني فرصت له لاسه د نه ورکولولپاره باید ددغه هیواد د حکومت د مرکچي ټیم اختیارات زیات شي .
د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا دمشر له نظره،له دغه اوسني بندونه د بین الافغاني خبرواترو ویستل،په دغو خبرواترو کې نرمښت ته اړتیا لري چې دا چاره د دغه هیواد دحکومت دمرکچي ټیم لازیاتو اختیاراتو ته ضرورت لري، ددې په ترڅ کې چې نرمښت لرونکي شرائط باید له ملي ملاتړ او پشتوانې هم برخمن وي .