طالبان غواړي په سمنګان کې عایدلرونکی برخې کنټرول کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94174-طالبان_غواړي_په_سمنګان_کې_عایدلرونکی_برخې_کنټرول_کړي
له دې مخکې هم په بدخشان ولایت کې ځاي چاروکو تائيد کړې چې طالبان په دغه ولایت کې د سرو زرو له کانونو څخه ډیرې زیاتې پیسې ترلاسه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 14, 2020 01:37 Asia/Kabul
  • طالبان غواړي په سمنګان کې عایدلرونکی برخې کنټرول کړي

له دې مخکې هم په بدخشان ولایت کې ځاي چاروکو تائيد کړې چې طالبان په دغه ولایت کې د سرو زرو له کانونو څخه ډیرې زیاتې پیسې ترلاسه کوي.

آریا نیوز خبری آژانس راپور ورکړی ، د افغانستان د سمنګان والي محمد داؤد کلکاني  په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، طالبانو ډله هڅه کوي ، په دغه ولایت کې عایدات لرونکي برخې پخپل اختیار کې واخلی .

 محمد داؤد کلکاني وئيلي دي ، د دسمنګان له مرکز  سره ددغه ولایت د صوف درې  ولسوالۍ لارې  له دوو کلونو راهسې د طالبانو د شتون په علت تړل شوي دي .

 هغه روښانه کړې ده ،  همدااوس  طالبان هره ورځ  د دره صوف ولسوالۍ د  ډبرینو سکارو یا  کوئلې  له کانونو څخه  کابو یو میلیون افغانۍ کلنګ ترلاسه کوي .

په تیرو کلونو کې  د افغانستان په شمال کې د ناکراریو له زیاتیدا سره  په یووخت،  ددغه ولایت د  پر کانونو د طالبانو ډلې سلطه مخ په زیاتیدا شوې ده  چې وئيل کیږي ،دطالبانو د کرغیړنو فعالیتونو اواقداماتو د مالی تامینیدا زیاتره برخه همدغو کانونو څخه  ده .

  له دې مخکې هم په بدخشان ولایت کې ځاي چاروکو تائيد کړې چې طالبان  په دغه ولایت کې  د سرو زرو له کانونو څخه ډیرې زیاتې پیسې ترلاسه کوي