کابل کښې د سږني مني وړومبۍ واورې ستونزې جوړې کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94198-کابل_کښې_د_سږني_مني_وړومبۍ_واورې_ستونزې_جوړې_کړې
د افغانستان په پلازمینې کابل ښار کښې د سږ کال د مني اولنۍ واوره د دغه ښار د سړکونو د بندیدو سبب شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 15, 2020 03:59 Asia/Kabul
  • کابل کښې د سږني مني وړومبۍ واورې ستونزې جوړې کړې

د افغانستان په پلازمینې کابل ښار کښې د سږ کال د مني اولنۍ واوره د دغه ښار د سړکونو د بندیدو سبب شوه.

د افغانستان په پلازمینې کابل ښار کښې د سږ کال د مني اولنۍ واوره د دغه ښار د سړکونو د بندیدو سبب شوه.

له کابله زمونږ خبریال وايي چې که څه هم پرون شوې واوره د کابل د خلکو د خوشالۍ سبب شوه خو له باران سره مل واوره تل د کابل د ښاریزو په تګ راتګ کښې ډیرې ستونزې رامینځته کوي.

د کابل ښار په سړکونو کښې د ښاري نکاسۍ د سیسټم د نشتوالي په وجه اوبه ودریدې او د خلکو تګ راتګ یې ستونزمن کړ.

د سالنګ ولسوالۍ لویه لاره چې د افغانستان نهه شمالي ولایتونه له پلازمینې کابل سره نښلوي، د درنو موټرانو لپاره بنده شوه او په دغې لارې باندې له دیرشو سانټي میټرو زیاته واوره جمع شوه.