طالبانو په افغانستنا کې ۱۸افغان پوځیان وژلي دي
دغه شان حملې او بمي چاودنې طالبان یا داعشي تکفیری ډله په غاړه اخلي ، دا ترهه ګرې حملې او بمي چاودنې په داسې حال کې دي ، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې او دغه راز دکابل حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ دروغې جوړې خبرو اترو تر دې دمه هیڅ نتیجه نه ده ورکړې او دا یوازې د افغانستان خلک دي چې بیا ئې هم د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې و ینه بهول کیږي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د افغانستان د بدخشان ولایتی شورا یوه مسئول مقام ناجی نظري نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، دبدخشان ولایت دجرم ولسوالۍ په یوې پُستې د طالبانو په حملې کې یولیس پولیس وژل شوي او دولس نور ټپیان شوي دي .
په عین حال کې د فاریاب ولایت دپولیسو ویندوي عبدالکرریم یورش هم وئیلي دي ددغه ولایت د قیصار ولسوالۍ دپولیسو په قوماندې په حملې کې د طالبانو له ناکامۍ وروسته ، ددغې ولسوالۍ په بازار کې یوه کار بم چاودنه شوې ، چې له امله ئې یو شمیر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . دغه راز د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ دپولیسو قوماندان نورخدا هم بیګا وسلوالو مخ پټو له خپل ساتونکي سره یو ځاي وژلی دی
دغه راز د افغانستان ددفاع وزارت چارواکو نن سهار د یوې خبرتیا په خپرولو سره وئيلي دي ، په پلازمینې کابل او کاپیسا کې په دوو جلا جلا حملو کې درې پولیس وژل شوي او یو بل هم ټپي شوی دی . تر دې د مه ددغه ترهه ګرو حملو پړه چا په غاړه نه ده اخستي .
کابل او د افغانستان نور ښارونه په وروستیو اونیو کې د داسې چاودنو او حملو شاهد دي ، چې پکې د لسګونو بې ګناه کسانو وینه هم توي شوې ده .
وئيل کیږي ، دغه شان حملې او بمي چاودنې طالبان یا داعشي تکفیری ډله په غاړه اخلي ، دا ترهه ګرې حملې او بمي چاودنې په داسې حال کې دي ، چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې او دغه راز دکابل حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ دروغې جوړې خبرو اترو تر دې دمه هیڅ نتیجه نه ده ورکړې او دا یوازې د افغانستان خلک دي چې بیا ئې هم د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې و ینه بهول کیږي .