افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ ترټولو خطرناک هیواد دی
یونیسف په افغانستان کښې له ناامنیو اندیښنه وښودله او هغه یې د ماشومانو لپاره د نړۍ ډیر خطرناک هیواد وباله
د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق(یونیسف) پرون په افغانستان کښې د امنیتي او انساني وضعې له خرابوالي اندیښنه څرګنده کړې ده
د ایرنا خبري آژانس په لیکنه، یونیسف پرون په یو رپورټ کښې ویلي چې افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ ترټولو خطرناک هیواد دی.
د دغه ارګان په رپورټ کښې هم داشان راغلي دي: له ۲۰۰۵ کال راهیسې په افغانستان کښې ۲۶ زره ماشومان یعنې په اوسط ډول په ورځ کښې ۵ ماشومان وژل شوي یا زخمي شوي دي.
د یاد رپورټ په یوه بله برخه کښې لولو چې له ۲۰۱۷ نه تر ۲۰۱۹ کاله هم د افغانستان په روزنیزو مرکزونو باندې څه باندې ۳۰۰ ځلې حملې شوې دي چې له امهله یې ۴۱۰ زده کونکي او معلمان وژل شوي یا ژوبل شوي دي.
یونیسف هم داشان وویل چې په افغانستان کښې ۷ میلیونه ماشومان د لوږې له خطر سره مخامخ دي او له ۵ کالو د کم عمر ۳ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
دغه نړیوال ارګان ویلي چې د کرونا د وبا خوریدو نن سبا انسان دوستانه اړتیاوې په تیره بیا د ماشومانو لپاره زښتې زیاتې کړې دي.