کابل کښې د ټیبل ټینس ملي سیالۍ پیل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94390-کابل_کښې_د_ټیبل_ټینس_ملي_سیالۍ_پیل_شوې
د ټیبل ټینس د ملي سیالیو پنځلسم پړاؤ د افغانستان د اولمپک د ملي کمیټې په ملاتړ سره پرون په کابل کښې پیل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 24, 2020 04:17 Asia/Kabul
  • کابل کښې د ټیبل ټینس ملي سیالۍ پیل شوې

د ټیبل ټینس د ملي سیالیو پنځلسم پړاؤ د افغانستان د اولمپک د ملي کمیټې په ملاتړ سره پرون په کابل کښې پیل شو.

د ټیبل ټینس د ملي سیالیو پنځلسم پړاؤ د افغانستان د اولمپک د ملي کمیټې په ملاتړ سره پرون په کابل کښې پیل شو.

د پینګ پانګ یا ټیبل ټینس دغه سیالۍ د عمر په څلورو ډلو کښې د سړیو په برخه کښې د ۱۰۳ لوبغاړو او د ښځو په برخه کښې د ۳۶ لوبغاړو په شمول د ۱۵ ولایتونو د لوبغاړو په شتون سره د شپږو ورځو په موده ترسره کیږي.

د دې مقابلو په پاې کښې به ۲۰ تنه غوره لوبغاړي د ملي لوبډلې لپاره انتخاب شي.