افغانستان دې له اماراتی شرکت سره کړی تړون لغوه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94466-افغانستان_دې_له_اماراتی_شرکت_سره_کړی_تړون_لغوه_کړي
افغات حکومت د پنجشنبې په ورځې له هغه کنسورشیّم سره چې مرکز ئې په اماراتو کې دی ، د افغانستان په درستو هوائي ډګرونو کې د ټيکنالوجۍ دپرمختللو سسټمونو او امنیتی خدماتو دوړاندې کولو لپاره یو تړون لاسلیک کړی دی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 27, 2020 12:06 Asia/Kabul
  •   افغانستان دې له اماراتی شرکت سره کړی تړون لغوه کړي

افغات حکومت د پنجشنبې په ورځې له هغه کنسورشیّم سره چې مرکز ئې په اماراتو کې دی ، د افغانستان په درستو هوائي ډګرونو کې د ټيکنالوجۍ دپرمختللو سسټمونو او امنیتی خدماتو دوړاندې کولو لپاره یو تړون لاسلیک کړی دی.

 زمونږخبریال راپور راکړ  د ترکیې دفاع وزیر  د افغانستان پر حکومت غږ کړی ،د متحده عربی اماراتو  له یوه شرکت سره دې په تړون کې بیا کتنه وکړي.

  دترکیې دفاع وزیر  حلوصي  آکار نن د افغانستان له حکومته غوښتي دي ،  له هغه کنسورشیّم سره  دې  چې مرکز ئې په ا ماراتو کې دی ، او د کابل په نړیوال هوائي ډګر کې د  عمومی خدماتو په وړاندې کولو کې  فعالیت کوي  د تړون د لغوه کولو   اقدام وکړي .

 حلوصي آکار   د خپلې دغې غوښتنې علت  د ترکیې په ضد د متحده عربی اماراتو دغلیمانه دریځ چې  ددغه  هوائي ډګر  دپوځي برخې فعالیتونو مدیریّت  ئې په غاړه دی ،   اعلان کړی دی .

 د افغانستان طلوع نیوز  خبري آژانس  هم وئیلی دي ، ددغه هیواد حکومت د پنجشنبې په ورځې   له هغه کنسورشیّم سره  چې  مرکز ئې په  اماراتو کې دی ، د افغانستان په درستو هوائي ډګرونو کې د ټيکنالوجۍ دپرمختللو سسټمونو او امنیتی خدماتو دوړاندې کولو لپاره   یو تړون لاسلیک کړی دی.