افغانستان دې له اماراتی شرکت سره کړی تړون لغوه کړي
افغات حکومت د پنجشنبې په ورځې له هغه کنسورشیّم سره چې مرکز ئې په اماراتو کې دی ، د افغانستان په درستو هوائي ډګرونو کې د ټيکنالوجۍ دپرمختللو سسټمونو او امنیتی خدماتو دوړاندې کولو لپاره یو تړون لاسلیک کړی دی.
زمونږخبریال راپور راکړ د ترکیې دفاع وزیر د افغانستان پر حکومت غږ کړی ،د متحده عربی اماراتو له یوه شرکت سره دې په تړون کې بیا کتنه وکړي.
دترکیې دفاع وزیر حلوصي آکار نن د افغانستان له حکومته غوښتي دي ، له هغه کنسورشیّم سره دې چې مرکز ئې په ا ماراتو کې دی ، او د کابل په نړیوال هوائي ډګر کې د عمومی خدماتو په وړاندې کولو کې فعالیت کوي د تړون د لغوه کولو اقدام وکړي .
حلوصي آکار د خپلې دغې غوښتنې علت د ترکیې په ضد د متحده عربی اماراتو دغلیمانه دریځ چې ددغه هوائي ډګر دپوځي برخې فعالیتونو مدیریّت ئې په غاړه دی ، اعلان کړی دی .
د افغانستان طلوع نیوز خبري آژانس هم وئیلی دي ، ددغه هیواد حکومت د پنجشنبې په ورځې له هغه کنسورشیّم سره چې مرکز ئې په اماراتو کې دی ، د افغانستان په درستو هوائي ډګرونو کې د ټيکنالوجۍ دپرمختللو سسټمونو او امنیتی خدماتو دوړاندې کولو لپاره یو تړون لاسلیک کړی دی.