د افغانستان ولسمشر پر طالبانو د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94524-د_افغانستان_ولسمشر_پر_طالبانو_د_بندیزونو_لګولو_غوښتنه_کړې
افغان ولسمشر محمداشرف غني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې پر وسله والو طالبانو د بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 30, 2020 04:19 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر پر طالبانو د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې

افغان ولسمشر محمداشرف غني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې پر وسله والو طالبانو د بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان ولسمشر چې د ویډیوکنفرانس له لارې یې په دې غونډه کې ګډون درلود، طالبان تورن کړل چې تاوتریخوالي ته یې دوام ورکړی او ګڼو افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د سولې د خبرو د بریا لپاره پر طالبانو د بندیزونه ولګوي.

اشرف غني په خپله وینا کې د سولې لپاره د افغان دولت له هڅو او لاسته راوړنو هم یادونه کړې ده.

طالبانو په دې ډلې باندې د بندیزونو د پلي کولو لپاره د ولسمشر غني د څرګندونو په غبرګون تردې دمه څه نه دي ویلي.