کابل ښار کې نن بیا بم چاودنه شوي ده
زمونږ خبریال وايي د کابل د پولیسو ویاند« فردوس فرامرز» وویل نن سهار د ښار په لویدیځ کښې په دارالامان لاره کښې بم چاودنه شوي ده خو کومه مرګ ژوبله یې نه ده اړولي .
هغه وویل دغه بم چاودنه په خځلو کښې د کیښودل شوي ماین له کبله رامینځته شوي ده .
بیګا هم د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کښې د مقناطیسي بم له کبله دوه(۲) کسان ژوبل شوي وو .
د افغانستان دفاع وزارت هم بیګا وویل څلور (۴) طالبان چې د مقناطیسي بمونو په چاودولو او په کابل کښې د حکومتي کارکونکو په ټرور کښې یې لاسونه لرل په پغمان ولسوالۍ کښې نیول شوي دي .
د کابل ښار په شمول د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې وروستۍ ترهګرې حملې او خونړۍ بم چاودنې د خلکو د ویریدا سبب شوي دي او ځینو سرچینو ویلي دي د طالبانو دکویټه شورا چې له پاکستان څخه د افغانستان جنوب ختیځ سیمې ته انتقال شوي ده طالبان دا ډول تاوتریخوالو ته هڅوي .
د طالبانو د کویټه شورا له خطرناکو ترهګرو عناصرو او کسانو جوړه ده چې د شیعه مسلمانانو په شمول د افغانستان او د پاکستان د خلکو په وژلو کښې مهم رول لري .