خلیلزاد مدعی شوی ټرمپ په افغانستان کې دسولې او اوربندلپاره هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94612-خلیلزاد_مدعی_شوی_ټرمپ_په_افغانستان_کې_دسولې_او_اوربندلپاره_هڅه_کوي
د سیمې ډیری سیاسی او امنیتی کارپوهان په دې اند دي چې زلمی خلیلزاد به نور د جوبایډن په حکومت کې هیڅ رول ونه لري ځکه دی د امریکایو مفاد پرست او دوکه باز جمهوری غواړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2020 10:22 Asia/Kabul
  •   خلیلزاد مدعی شوی ټرمپ په افغانستان کې دسولې او اوربندلپاره هڅه کوي

د سیمې ډیری سیاسی او امنیتی کارپوهان په دې اند دي چې زلمی خلیلزاد به نور د جوبایډن په حکومت کې هیڅ رول ونه لري ځکه دی د امریکایو مفاد پرست او دوکه باز جمهوری غواړی دی .

 تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی ، دافغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد  په یولړ دوکه بازو څرګندونو کې مدعی شوی ، چې ډونالډټرمپ غواړي  په افغانستان کې زرترزره  سوله او اوربند ټینګ شي .

 خلیلزاد  چې  په زیات احتمال سره به  د جوزف بایډن په  حکومت کې  نور  په دې زمینې کې  هیڅ رول ونه لري ،  او د ټرمپ د واکوالۍ په  وروستیو شپو ورځو کې لاس پښې خوځوي ، په قطر  کې ئې  د سولې د خبرواترو  دبیرته پيلیدا لپاره  د طالبانو ډلې او افغان حکومت  مرکچي ټيمونو  د موافقې هرکلی کړی دی .

 دغه  افغان توکمه امریکائي ډيپلوماټ  په داسې حال کې په افغانستان کې د سولې او اوربند دټينګیدا  لپاره د هڅې  خبره  کوي ،چې امریکا  په دغه هیواد کې   له ماته خوړلي پوځي شتون  سره سره ، نه یوازې  د ترهه ګرۍ د پراختیا ، وژلو او  ناکراریو د څو چنده زیاتیدا  لامل شوي ، بلکې   په دغه جنګ ځپلي هیواد کې ئې  ناکراري او جنګ جګړې او د وینو بهیدا لاپسې زیاته کړې  هم ده . 

 له بل پلوه  د سیمې ډیری سیاسی  او امنیتی کارپوهان په دې اند دي چې  زلمی  خلیلزاد به نور د جوبایډن په حکومت کې هیڅ رول ونه لري ځکه  دی  د امریکایو مفاد پرست او دوکه باز جمهوری غواړی دی .

Image Caption
Image Caption