د الیاس داعي او ملالې میوند قاتلان ونیوې شول
افغان چارواکي ادعا کوي چې په هلمند کې یې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي او په جلال اباد کې د انعکاس راډیو تلویزیون د ویاندې او خبریالې ملالې میوند قاتلان نیولي دي.
افغان چارواکي ادعا کوي چې په هلمند کې یې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي او په جلال اباد کې د انعکاس راډیو تلویزیون د ویاندې او خبریالې ملالې میوند قاتلان نیولي دي.
تاند خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په لشکرګاه کې د الیاس داعي د وژلو په تور د یوه طالب د نیولو د ادعا ترڅنګ د هغه ویدیويي اعتراف په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړ.
نیول شوی کس ځان د اروزګان د چارچینو اوسېدونکی ښيي.
په همدې حال کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وايي چې د ملالې میوند د وژلو په تور یې ۲ تنه نیولي او دواړو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
امرخېل نه دي ویلي چې نیول شوي کسان په کومې ډلې پورې تړاو لري خو د دې حملې مسوولیت داعش ترهګرې ډلې منلی دی.
د ملالې میوند له وژل کېدو سره په روان کال کې د تروریستي ډلو له لوري په افغانستان کې د وژل شویو خبریالانو شمېر لسو ته ورسېد.
افغانستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره یو تر ټولو خطرناک هیواد دی.