Dec 12, 2020 10:28 Asia/Kabul
  • نن سهار یو ځل بیا پر کابل ښار توغندیز برید شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار پر کابل ښار توغندیز برید ترسره شوی چې له کبله یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، چې د لب جر له سیمې څخه څلور ډزه توغندي له یوې سراچې ډوله موټر څخه توغول شوي،چې دوه توغندي د میدان په لرې پرتو سیمو کې لګېدلي او په دې سیمه کې هېڅ ډول زیان نه تر سترګو کېږي.

ارین زیاتوي، چې دوه ډزه نور د خواجه رواش په استوګنیزو سیمو کې لګېدلي، چې پکې یو کس وژل شوی او یو کس ژوبل دی.

د یادونې وړ ده چې تېره میاشت هم کابل ښار د ورته برید ښکار وو چې له کبله یې لس تنه ووژل شول او تر ۵۰ شاخوا نور یې ټپیان شول.

 

ټیګونه