دوحه کې د سولې مذاکرات د درېو اونیو لپاره وځنډېدل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94773-دوحه_کې_د_سولې_مذاکرات_د_درېو_اونیو_لپاره_وځنډېدل
په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي ټیمونه وايي چې د سولې مذاکرات په رسمي توګه د درې اونیو لپاره وځنډېدل.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 13, 2020 05:08 Asia/Kabul
  • دوحه کې د سولې مذاکرات د درېو اونیو لپاره وځنډېدل

په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي ټیمونه وايي چې د سولې مذاکرات په رسمي توګه د درې اونیو لپاره وځنډېدل.

په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي ټیمونه وايي چې د سولې مذاکرات په رسمي توګه د درې اونیو لپاره وځنډېدل.

د تاند خبري سایټ په لیکنه د افغانستان د حکومت او طالبانو مذاکراتي ټيمونو په یوه مشترکه اعلامیه کې ویلي چې د ایجنډا موضوعات زیاتو مشورو ته ضرورت لري او دواړو لوریو توافق وکړ چې د روانې ډسمبر میاشتې له ۱۴مې به د راتلونکي جنورۍ میاشتې تر ۵مې نېټې پورې وقفه وي.

په خبرپاڼه کښې راغلي چې دویم پړاو مذاکرات به د جنورۍ میاشتې په پنځمه بېرته پیلیږي.

د سرچینې په خبره د بین الافغاني مذاکراتو دواړو خواوو د اجنډا د موضوعاتو ابتدایي ليستونه هم سره تبادله کړي او د موضوعاتو په اړه یې لومړني توضیحي بحثونه ترسره کړي دي.

دوی وايي دواړه لوري د قطر هیواد د دولت او ملت د ميلمه پالنې او لازمو تسهيلاتو برابرولو څخه مننه کوي.

د رسمي خبرو له پیل وروسته د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو له غړو د تماس ډله وټاکل شوه څو د سولې خبرو د اجنډا او نورو غونډو لپاره طرزالعمل نهایي کړي.

پر طرز العمل د خبرو په پيل کې ځيني اختلافات رامنځته شول چې بالاخره تېره اوونۍ دواړو لورو پر ٢١ ماده ييز طرزالعمل موافقه وکړه.

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وړاندیز کوي چې د سولې د خبرو پاتې پړاوونه دې د هېواد دننه ترسره شي او زیاتوي چې د افغانستان حکومت به ورته ټولې اسانتیاورې برابرې کړي.