افغان چارواکو پرونۍ ترهه ګريزې چاودنې وغندلې
افغان ولسمشر او څو لوړ رتبه چارواکو د دغه هېواد په پائېتخت کابل کښې پرونے ترهه ګريز اقدام او د حکومتي چارواکو پرله پسې وژلې يې وغندلې.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې محمد اشرف غني پرون په يوې بيانيه کښې د کابل د والي مرستيال د وژلې په غندلو سره وويل، طالب ډلې په قطر کښې له امريکې سره د موافقې له لاسليکولو وروسته دډزبندۍ د ټينګولو لپاره د افغانستان د خلقو او نړيوالې ټولنې غوښتنې په ردولو او د ترهه ګريزو حملو په زياتولو سره په خلقو او عمومي تاسيساتو باندې د حملو له ذمه واري ځان نه شي خلاصولې.
د افغانستان د ملي مصالحتي شورا مشر عبدالله عبدالله هم په کابل کښې د ترهه ګريزې چاودنې په ردعمل کښې وويل، د افغانستان دښمنان د ترهه ګريزو حملو د زياتولو له لارې خپلو سپېرو هدفونو ته نه شي رسېدې.
د افغانستان خارجه وزير محمد حنيف اتمر هم وويل، دغه وحشيانه ترهه ګريزې حملې د انساني ارزښتون، بشري حقوقو او د افغانستان د حکومت او ولس د صلح غوښتونکو آئيډيالونو په خلاف دي.
د کابل د والي مرستيال محبوب الله محبي او د غور د ولايتي شورا مرستيال عبدالرحمان عطشان پرون په کابل او غور کښې په بيله بيلو چاودنو کښې ووژل شول.
تر اوسه چا کس يا دلې د دغو ترهه ګريزو چاودنو ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.