افغانستان کښې په کرونا د ککړو کسانو شمیر لازیات شو
Dec 29, 2020 04:12 Asia/Kabul
۱۴۰ تنه نور په افغانستان کښې په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي
۱۴۰ تنه نور په افغانستان کښې په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي
له کابله زمونږ خبریال وايي چې د افغانستان روغتیا وزارت پرون وویل چې په دغه شمیر نویو ناروغانو سره په هیواد کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو ټول شمیر ۵۲ زره او ۱۴۷ کسانو ته رسیدلې دی.
د افغانستان د کرونیو چارو د وزارت پّ وینا د کرونا له راګډیدو راهیسې په هیواد کښې ۲ زره او ۱۷۹ کسان دغې ناروغۍ وژلې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم وايي چې په ټوله دنیا کښې تر دې دمه ۸۱ میلیونه او ۲ لکه کسان په کرونا وایرس ککړ شوي دي او ۱ میلیون او ۷ لکه ۷۷ زره تنه مړه شوي دي.
ټیګونه