ننګرهار کې د کرونا ویروس دویمه څپه په کمیدو ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95088-ننګرهار_کې_د_کرونا_ویروس_دویمه_څپه_په_کمیدو_ده
زمونږخبریال وايي په داسی حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس په چټکۍ مخ په خوریدو دی او هره ورځ تر سلو زیاتې مثبتې پیښې ثبت او تر لسو زیات ککړ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي خو په ختیځ ولایت ننګرهار کی چارواکي وایی د کرونا ویروس ددویمې څپې زور په کمیدو دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2020 12:21 Asia/Kabul
  • ننګرهار کې د کرونا ویروس دویمه څپه په کمیدو ده

زمونږخبریال وايي په داسی حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس په چټکۍ مخ په خوریدو دی او هره ورځ تر سلو زیاتې مثبتې پیښې ثبت او تر لسو زیات ککړ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي خو په ختیځ ولایت ننګرهار کی چارواکي وایی د کرونا ویروس ددویمې څپې زور په کمیدو دی .

 د ننګرهار د عامی روغتیا ریس ډاکتر نصیر احمد دوراني چې په دې ولایت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له لورې د شوې مرستې چې پکې د مصنوعي تنفس دستګاوې، ماسکونه، صابون او نورو اړتیا وړ توکي شامل و تر لاسه کولو پر مهال وویل د کرونا ویروس په لومړۍ څپه کې  په ننګرهار کې ۴۶ سلنه وګړي پر دې ویروس اخته شوي و خو اوس ددې ویروس په دویمه څپه کې په تیره یوه میاشت کې یوازی سل تنه اخته او لس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پر همدې مهال د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل وویل د کرونا ویروس د دویمی څپې د کمزورتیا له امله یی  په جلال اباد ښار کې قرنطین نه دی وضع کړی .