هرات ولایت کښې د شهید سلیماني د انځورونو نندارتون جوړ شو
Dec 30, 2020 14:18 Asia/Kabul
د سردار قاسم سلماني د انځورونو نندارتون د زړونو د دغه سردار د شهادت له کلیزې سره هم مهاله ترسره کیږي.
د افغانستان په هرات ولایت کښې فرهنګي شخصیتونو، عالمانو او حکومتي چارواکو د انځورونو د نندارتون په جوړولو سره د لوړ مقام خاوند شهید، ډګر جنرال حاج قاسم سلیماني سره خپله مینه او ارادت څرګند کړ.
تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د سردار قاسم سلماني د انځورونو نندارتون د زړونو د دغه سردار د شهادت له کلیزې سره هم مهاله ترسره کیږي.
په دغه نندارتون کښې د سردار سلیماني د کورني ژوند او هم داشان یې له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په میدان کښې د شتون مختلفو انځورونه نندارې ته ایښودل شوي دي.
ټیګونه