په افغانستان کې د پاکستاني ویزو ویش سیستم انلاین کېږي
Dec 31, 2020 12:01 Asia/Kabul
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وایي د راتلونکي کال له جنورۍ به افغانانو ته د وېزې د ورکړې سیستم انلاین شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي دوی ته داسې معلومات رسېدلي چې دمګړی له افغان او چینایي وګړو د پاکستاني وېزې د ورکړې لپاره رشوت اخیستل کېږي او په دې بهیر کې پراخ فساد موجود دی.
دده په وینا د راتلونکي میلادي کال له پيله به افغانستان کې د پاکستان د ویزو اخیستلو ټول سیستم انلاین شي چې په دې توګه به د فساد مخه ونیول شي.
نوموړي ویلي دوی د ویزو د ورکړې په برخه کې پر لا اسانتیاوو او معیاري کولو کار روان کړی دی.
ټیګونه