د بین‌الافغاني خبرو اترو دويم پړاو شروع شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95288-د_بین_الافغاني_خبرو_اترو_دويم_پړاو_شروع_شو
په دوحه کښې د بین‌الافغاني خبرو اترو دويم پړاو شروع شو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 09, 2021 12:29 Asia/Kabul
  • د بین‌الافغاني خبرو اترو دويم پړاو شروع شو

په دوحه کښې د بین‌الافغاني خبرو اترو دويم پړاو شروع شو.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د دغو خبرو اترو شروع کولو ته د جنورۍ ۵مه، یعنې تېره د نهې ورځ ټاکل شوې وه، خو د دواړو لورو خبرې اترې کونکو له یوې ورځني ځنډه وروسته تېره چهارشنبه مقدماتي غونډه وکړه.

د سولې وزارت ویاندې ناجیې انوري وویل چې اصلي بحثونه به نن شنبه شروع کيږي.

هغې زیاته کړه: "د دواړو لورو ترمنځ د افغانستان د صلحې خبرو اترو دويم پړاو د یوې مقدماتي غونډې په ترڅ کې پیل شو، داسې پرېکړه وشوه چې د راروانې شنبې په ورځ یعنې نن به د دواړو خواوو ترمنځ د اجنډا د څېړلو پر سر ټاکل شوي ټیمونه خپل کار پيل کړي."

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم هم  په ټویټر داسې خبر خپور کړے دے.

دواړو خواوو د لومړي پړاو خبرو پر مهال چې درې میاشتې وخت‌یې ونیوه، د بین‌الافغاني خبرو اجنډا او تګلاره نهایي کړې ده.

د افغان دولت مذاکره کوونکي پلاوي ویلي، دې پړاو خبرو کې به په اوربند، سیاسي مشارکت او د راتلونکي نظام پر څرنګوالي خبرې کوي.