هرات ولایت کښې د خلکو ځان وژنې زیاتې شوې دي
د افغانستان په هرات ولایت کښې په روان لمریز کال کښې د خودکشۍ له زرو زیاتې پیښې ثبت شوې دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند محمد رفیق شیرزي وویل چې په تیرو نهو میاشتو کښې په هرات ولایت کښې په ځان وژنو کښې تقریباً ۵ فیصده زیاتوالې راغلی دی.
د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه: د خودکشۍ په زیاترو موردونو کښې خلک د کیمیاوي درملو او نشه ایزو موادو کار اخلي او یا هم د ځان سوځونې له لارې خودکشي کوي.
رفیق شیرزي څرګنده کړه: په هرات کښې د ځان وژنې ترټولو زیاتې احصائیې له ۱۵ نه تر ۳۵ کالو ترمینځ عمر لرونکي کسان دي او زیاتره په کښې ښځې دي.
د کارپوهانو په وینا، په افغان نجونو او ښځو کښې د خودکشۍ زیاتره علتونه په دغه هیواد کښې د جنګ او نښتو له امله رامینځته شوي نفسیاتي او ذهني ګډوډي او ناهیلي ده.
.