په قطر کښې بين الافغاني خبرې اترې اودرېدې
Jan 15, 2021 05:01 Asia/Kabul
په قطر کښې له طالب ډلې سره د افغانستان د صلحې د دويم پړاو خبرې اترې اودرېدلې دي.
د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ملي مصالحاتي عالي شورا وياند وويل، د افغانستان د صلحې خبرې اترې چې له تېر خالي له ورځې په دوحه کښې شروع شوې وې تر اوسه هيڅ يو لورې د خبرو اترو مېز ته نه دے حاضر شوے.
ځينې سرچينې وائي طالب پلاوے تر اوسه قطر ته نه دے لاړ او د دغه ځنډ وجه يې په امريکه کښې د حکومت بدلون او د افغانستان په وړاندې د امريکې د منتخب ولسمشر جوبائيډن د سياستونو نه واضح والے بيان کړ.
د افغانستان د صلحې خبرې اترې چې د ستمبر له دولسمې څخه په قطر کشې شروع شوې دي په افغانستان کښې د بې ګناه خلقو د قتل عام، هدفمنو وژلو او پرله پسې حملو او چاودونو له زياتېدو نه بغېر څه نتيجه نه ده لرلې.
ټیګونه