طالبانو په هرات کښې په ولسي ځواکونو حمله وکړه
Jan 16, 2021 11:18 Asia/Kabul
په هرات ولايت کښې امنيتي سرچينو تائيد کړه چې د دغه ولايت په غوريان ولسوالۍ کښې د طالب ډلې نفوذي کسانو په حمله کښې دولس تنه ولسي ځواکونه ووژل شول.
د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده وويل چې دغه پېښه بېګا د غوريان ولسوالۍ د پوليسو د قوماندانۍ د ودانۍ په نزديو کښې رامنځته شوې ده.
د هرات د پوليسو وياند زياته کړه چې د طالب ډلې دريو نفوذي کسانو د ولسي ځواکونو د يو شمېر کسانو له وژلو نه علاوه د هغوي ټولو سازوسامانونه هم له ځان سره يوړل.
په دې وروستيو وختونو کښې د هرات په غوريان ولسوالۍ کښې د ناامنيو لمن ارته شوې ده او د دغې سيمې خلقو له افغان حکومته غوښتي دي چې د ناامنيو د کنټرولو لپاره دې اقدام وکړي.
ټیګونه