د افغان حکومت او طالب ډلې د پلاو مشرانو صلاح مشورې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95420-د_افغان_حکومت_او_طالب_ډلې_د_پلاو_مشرانو_صلاح_مشورې_وکړې
د افغان حکومت او طالب ډلې د مذاکراتي ټيمونو مشرانو د خبرو اترو د غونډې د اېنجډې او د ارتلونکو ناستو طريقه کار په اړه خبرې اترې وکړې.
(last modified 2024-08-04T10:40:57+00:00 )
Jan 18, 2021 05:32 Asia/Kabul
  • د افغان حکومت او طالب ډلې د پلاو  مشرانو صلاح مشورې وکړې

د افغان حکومت او طالب ډلې د مذاکراتي ټيمونو مشرانو د خبرو اترو د غونډې د اېنجډې او د ارتلونکو ناستو طريقه کار په اړه خبرې اترې وکړې.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې دغه کتنه او صلاح مشورې پرون د قطر په دوحه کښې د افغانستان د صلحېد خبرو اترو د دويم پړاو په چوکاټ کښې ترسره شوې دي.

په افغانستان کښې د جنګ جګړو د ختمولو په غرض د دغه هېواد د حکومت او طالب ډلې ترمېنځ د صلحې د خبرو اترو دويم پړاو د جنورۍ له نهې شروع شوے دے

د دغو خبرو اترو وړومبنے پړاو تېر کال ترسره شوے ؤ، خو دغو خبرو اترو تر اوسه څه نتيجه نه ده لرلې او په افغانستان کښې د امريکې د نيواکګرۍ په وه جنګ جګړې هم هغه شان دوام لري.