په افغانستان کښې ۳۶ نور کسان په کورونا اخته شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95606-په_افغانستان_کښې_۳۶_نور_کسان_په_کورونا_اخته_شوي
د افغانستان دروغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې په کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او ۵۵۶ تنو ته اورسېد.
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jan 23, 2021 16:43 Asia/Kabul
  • په  افغانستان کښې ۳۶ نور کسان په کورونا اخته شوي

د افغانستان دروغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې په کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۴ زره او ۵۵۶ تنو ته اورسېد.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نور الله ترکی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۵ تنه مړه شوي او ۳۱ تنه ترې روغ شوي دي چې په دې سره د مړو شمېر ۲۳۷۸ او د رغېدلو کسانو شمېر ۴۶ زره او ۹۴۳ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ دے او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.