کندهار کې پر مسافر وړونکي بس چاودنه شوې
افغان امنیتي چارواکو د کندهار – هرات پر لویه لار پر يوه مسافر وړونکي بس د ماین د چاودنې خبر ورکړ.
په کندهار کې د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وايي چې مسافر وړونکی بس موټر له کابل څخه د نیمروز ولایت پر لوري د تګ په حال کې وو چې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د سړک د غاړي ماین چاودنه پرې شوې.
په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون مسئولین وايي چې له پېښې څخه دوی ته ۷ ټپیان ور وړل شوي چې د ځينو روغتیايي حالت يې خراب دی.
د کندهار – هرات لویه لار د کندهار له دو نا امنیه ولسوالیو ژړی او میوند څخه تیره شوې چې له تیرو ۳ میاشتو راهیسې پرې د وسله والو طالبانو حضور زیات شوی.
نن سهار په کابل کې یوه چاودنه وشوه خو وسله والو طالبانو پدې اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.
په افغانستان کې د چاودنو او هدفي وژنو د زیاتېدو سره سم د دې هیواد خلګ د سولي له مذاکراتو ناهیلي شوي، دا په داسي حال کې دی چي د جنوري له میاشتي نه بین الافغانی خبرې اترې پیل شوي خو هیڅ پرمختګ یې نه دی درلودلی.