افغان حکومت:
طالب ډله صلحې او خبرو اترو ته ژمنه نه ده
د افغانستان د صلحې مذاکراتي ټيم طالبان په دغه هېواد کښې د جنګ جګړو ختمولو لپاره د دواړو خواو ترمېنځ په جاري خبرو اترو ژمن ونه بلل.
د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د ملي امنيت د شورا وياند رحمت الله اندړ د طالب ډلې د وروستيو بهرنيو سفرونو په ردعمل کښې ادعا وکړه چې دغه ډله د امريکې د نوي حکومت لخوا د قطر د موافقه ليک د څېړنې له نتائجو اندېښمنه ده او له دې امله يې سيمه ايزو سفرونو ته مخه کړې ده.
اندړ زياته کړه، په داسې حال کښې چې د افغانستان مذاکراتي ټيم د دغه هېواد د بحران د ختمولو لپاره د يوې سياسي حل لارې د موندلو په خاطر په قطر کښې شتون لري طالب ډله د خبرو اترو په ځاے په بهرنيو سفرونو لګيا ده.
د افغانستان د ملي امنيت شورا په دوام کښې همدارنګ ادعا وکړه چې دغه سفرونه په دې معنا دي چې د جنګ اوږدېدل او د افغانانو قتل عام د طالبانو لپاره څه ارزښت نه لري.
د يادونې ده چې د طالب ډلې سياسي مرستيال په دې وروستيو هفتو کښې پاکستان ته له سفره وروسته د يو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ وړمه ورځ تهران ته راغے چې په مقابل کښې د افغانستان خارجه وزارت په يوې بيانيه کښې تاکيد وکړ چې دغه سفر د کابل په اطلاع سره بڼه نيولې ده او مقصد يې د فوري ډزبندۍ د ټينګښت، د افغانستان د جمهوري نظام او د ساسي قانون د ارزښتونو د ساتنې په چوکاټ کښې د صلحې يوې جامع موافقې ته د رسېدو لپاره له سيمه ايزې اجماع سره مرسته کول دي.