امریکا له افغانستان سره تل پاتې ملګرتیا ته هماغه راز ژمنه ده
امریکا له طالبانوډلې سره په شوي موافقې بیا کتنه کوي،او د افغانستان له حکومت سره خپلو ژمنو ته پابنده ده او له دغه هیواد سره په هر ډګر کې خپلو ملګرتیاؤ او مرستو ته دوام ورکوي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړد امریکا نوي خارجه وزیر آنتوني بلینکن د افغانستان له ولسمشر اشر ف غني سره په خبرو کې په د غه هیواد کې د امریکائي پوځیانو د شتون او ملګرتیاؤ په اړه خبرې اترې کړي .
د امریکا د خارجه وزارت ویندوي نډپرایس بیګا په یوې مطبوعاتي مرکې د دې خبرې په کولو سره وئيلی دي،آنتوني بلینکن له اشرف غني سره په ټيلیفوني خبرو کې د افغانستان د وروستیو بدلونونو او همداراز د سولې د خبرواترو په اړه هم مشورې کړي او وئيلی ئې دي،امریکا له طالبانوډلې سره په شوي موافقې بیا کتنه کوي،هماغه راز د افغانستان له حکومت سره خپلو ژمنو ته پابنده ده او له دغه هیواد سره په هر ډګر کې خپلو ملګرتیاؤ او مرستو ته دوام ورکوي .
په راپور کې وئيل شوي دي د امریکا خارجه وزیر آنتوني بلينکېن بیګا همداراز پخپل ټویټرکې هم لیکلي دي،اشرف غني سره په خبرو کې مو دا هیله تکرار کړې چې ټول افغان مشران د تېرو شلوکلونو د پرمختګونو د خوندي ساتلو ترڅنګ باید د دې فرصت ملاتړ وکړي .