په کابل ښار کې دوې چاودنې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95874
د افغانستان امنیتي چارواکي د دي هیواد په پلازمینه کابل ښار کې د دوو چاودنو خبر ورکوي
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 30, 2021 13:00 Asia/Kabul
  • په کابل ښار کې دوې چاودنې وشوې

د افغانستان امنیتي چارواکي د دي هیواد په پلازمینه کابل ښار کې د دوو چاودنو خبر ورکوي

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز افغان رسنیو ته وویل: چې لومړۍ چاودنه نن سهار  ۸ او ۵۰ دقیقې د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمې کې پر یو رنجر موټر شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.

هغه زیاته کړه: دوهمه چاودنه ۹ او ۴۰ دقیقې د کابل ښار څلورمې امنیتي حوزې اړوند د سلیم کاروان څلور لاري سره پر یوې کرولا ډوله موټر شوې چې ۴ملکي وګړي یې ټپیان کړل.

تر اوسه د دواړو چاودنو مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.