د افغانستان د ملي امنیت سلاکار:
موقت حکومت د پردیو مداخلو ته فرصت جوړوي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، موقت حکومت د پردیو مداخلو ته د دایمې فرصت معنا لري.
محب دغه څرګندونې تر هغه وروسته کړې چې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال ملا عباس ستانکزي وویل چې د سولې لپاره باید افغان ولسمشر استعفا وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار خپل ټویټر کې لیکلي چې نور په افغانستان کې د هېڅ پردۍ اجنډا تطبیق ته د اجرا موقع نشته.
هغه زیاته کړې: چې اوس مهال افغان ولس د ولسواکۍ پر ارزښت او د نظام پر اهمیت پوه شوی دی،موقت حکومت د پردیو مداخلو لپاره د دایمي فرصت معنا لري.
محب وایي که طالبانو ولسي بنسټ، دیني مشروعیت او کورنی تصمیم لرلای، د سولې بین الافغاني مذاکره به یې د اوربند پر بنسټ جاري ساتله.
د افغانستان د ملی امنیت شورا سلاکار زیاتوي: هغوی چې د سولې له مذاکرې سره یې هم د مسلمانانو د سر او مال له وهلو لاس نه دی اخیستی، اوس دي پوه شي چې زموږ ولس د ولسواکي په ارزښت او د نظام په اهمیت پوهېدلی.
د بلي خوا د افغانستان ولسمشریزي ماڼۍ هم دې مسالې ته تند غبرګون ښودلی دی.
د افغانستان د ولسمشر ویاند دوا خان مینه پال د عباس استانکزي د خبرو په غبرګون کې رسنیو ته وویل چې د افغانستان اساسي قانون د ولسمشر کاري دوره مشخصه کړې او د «نظام د مشروعیت اصلي سرچېنه ولس» دی.
مینه پال زیاته کړه: «په دې اړه قانون پوره وضاحت لري او د ملا عباس غوښتنې د افغانستان د دښمنانو غوښتنې دي او هغوی د نظام ختمول غواړي چې موږ بېرته نویمو لسیزو ته ستنوي. زموږ دښمنان هغه خلک دي چې طالبانو یې په غېږه کې پناه اخیستې او له مذاکراتو وروسته هلته ولاړل او هلته یې کورونه دي، هلته روزل کیږي، تجهیز کیږي او د افغانستان د خلکو په ضد جنګیږي. خلک غواړي همدا نظام وساتل شي.»
دا په داسي حال کې چي د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال عباس ستانکزی مسکو ته تر سفر وروسته خبریالانو ته وویل چي اشرف غنی باید له واکه لیري او موقته اداره رامینځ ته شي تر څو طالبان سولي ته غاړه کښېږدوي.