طالبان د صلحې د مذاکراتو د ځنډیدو ذمه وار دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i95890-طالبان_د_صلحې_د_مذاکراتو_د_ځنډیدو_ذمه_وار_دي
د صلحې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي، په قطر کې د صلحې د خبرو د ځنډ مسئول وسلوال طالبان دي، ځکه چې دغه ډله د دویم پړاو مذاکراتو رسمي بحث ته نه حاضریږي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 31, 2021 05:06 Asia/Kabul
  • طالبان د صلحې د مذاکراتو د ځنډیدو ذمه وار دي

د صلحې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي، په قطر کې د صلحې د خبرو د ځنډ مسئول وسلوال طالبان دي، ځکه چې دغه ډله د دویم پړاو مذاکراتو رسمي بحث ته نه حاضریږي.

د صلحې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي، په قطر کې د صلحې د خبرو د ځنډ مسئول وسلوال طالبان دي، ځکه چې دغه ډله د دویم پړاو مذاکراتو رسمي بحث ته نه حاضریږي.

د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري رسنیو ته په یو لېږلي پیغام کې ادعا کړې چې د دولت مذاکره کوونکی هیئت، له لومړۍ ورځې د مذاکرو اصولو ته ژمن دی، خو زیاتوي چې طالبان تر اوسه د مذاکراتو د دویم پړا رسمي خبرو بحث ته ندي حاضر شوي.

نوموړې وايي، په همدې اساس روانه جګړه او تاوتریخوالي کې د ملکي وګړو د تلفاتو بدې پایلې د هغو کسانو پر غاړه دي چې په وینا یې د صلحې مذاکرو په بهیر کې د ځنډ لامل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه،  قطر کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي د روانې میلادي میاشتې په لومړیو کې د افغانستان صلحې دویم پړاو بین الافغاني مذاکرات پیل کړي، خو لا هم د یادو خبرو د پرمختګ په اړه کوم خبر نه دی ورکړل شوی.