په افغانستان کې تازه ۶۲ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96002-په_افغانستان_کې_تازه_۶۲_تنه_نور_په_کرونا_ویروس_اخته_شوي
د افغانستان آوا خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۵۳ مثبتو پېښو د ثبتېدو او یو کس د مړه کېدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 02, 2021 13:54 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې تازه ۶۲ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي

د افغانستان آوا خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۵۳ مثبتو پېښو د ثبتېدو او یو کس د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د یو زر او اته سوه اته اتیا  مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۵۳ یې مثبت او پاتې منفي وو.
د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر۵۵۱۲۱ ته پورته شو.
همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله یو تن مړ شوی چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر دوه زره څلور سوه او شپږ تنو ته ورسېد.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۴۴ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر څلور لکه اووه زره او اووه سوه دریویش تنو ته لوړ شو.