کابل دريمې چاودنې ولړزوۀ
Feb 07, 2021 14:28 Asia/Kabul
د کابل ښار پينځه ناحيه دريمې چاودنې ولړزوله.
د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې نن ماسپښين د کابل ښار په باغ داؤد سيمه کښې يو ځل بيا د پوليسو يو موټر باندې مائن وچادۀ.
د دغه خبر له زيات تفصيلات نه دي خپارۀ شوي.
له نن سحر څخه د دې خبر تر خپرېدو پورې دا په کابل ښار کښې دريمه چاودنه ګڼل کيږي، له دې نه مخکښې په دوو چاودنو کښې دوه تنه ژوبل شوي وو.
د دغو درې واړو چاودنو ذمه واري تراوسه چا په غاړه نه ده اخېستې.
دغو چاودنو د افغانستان د خلقو ترمېنځ ويره او وحشت رامنځته کړے او له امله يې هغوي د صلحې خبرو اترو ته هم اندېښمن شوي دي.
ټیګونه