په ايران کښې د افغان کډوالوشمېر
Feb 10, 2021 02:03 Asia/Kabul
د افغانستان د کډوالو د چارو وزير په ايران کښې د افغان کډوالو ټول شمېر دوه نيم ميلين اعلان کړ.
د اېرنا د رپوټ له مخې نورالرحمان اخلاقي پرون په کابل کښې په يوې اخباري ناسته کښې وويل، په دغو دوه نيم ميلين کسانو کښې مدرک لرونکي او مدرک نه لرونکي دواړه شامل دي.
د افغانستان د مهاجرو د چارو وزير زياته کړه، په اوس حال کښې شپږ نيم ميلين افغان مهاجر له هېواده په بهر کښې ژوند کوي چې دوه نيم ميليه هم په پاکستان کښې اوسيږي.
د معتبرو رپوټونو له مخې د ايران او پاکستان لخوا د افغان کډوالو قبلول په دواړو هېوادونو ډېر زيات لګښتونه تپلي دي.
ټیګونه