په افغانستان کې پوځيان او ۱۸ طالبان وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96340-په_افغانستان_کې_پوځيان_او_۱۸_طالبان_وژل_شوي
په تیرو څو میاشتو کې د افغان پوځيانو اوطالبانو ترمینځ نښتې په داسې حال کې سختې شوي ، چې د افغانستان ولس هیله درلوده د طالبانو او کابل حکومت ترمینځ روانې خبرې اترې به د دوي هیواد ته آرامښت اوسوله ډالۍ کړي ، خو داسې ښکاري چې دغه خبرې اترې به د افغان ولس لپاره نوره هیڅ ګټه ونه لري .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 10, 2021 11:17 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې   پوځيان او ۱۸ طالبان  وژل  شوي

په تیرو څو میاشتو کې د افغان پوځيانو اوطالبانو ترمینځ نښتې په داسې حال کې سختې شوي ، چې د افغانستان ولس هیله درلوده د طالبانو او کابل حکومت ترمینځ روانې خبرې اترې به د دوي هیواد ته آرامښت اوسوله ډالۍ کړي ، خو داسې ښکاري چې دغه خبرې اترې به د افغان ولس لپاره نوره هیڅ ګټه ونه لري .

زمونږ خبریال  دصداي افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان د نیمروز  د ولایتي شورا یوه مسئول مقام  نعمت ا... صدیقي  نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ددغه ولایت په  خاشرود ولسوالۍ  او دفراه ولایت په بالابلوک  ولسوالۍ  د طالبانو ډ لې  دوسلوالو په  نننیو حملو کې  اتلس پوځيان وژل شوي او یو شمیر نور هم ټپیان شوي دي .

 هغه زیاته کړې ،طالبانو په ډله ایز ډول  چې  په لسګونو کسان  وو، په درو ټانکونو  او سترو وسلو سره  د پوځ په مرکزونو حملې  کړي دي .

په یوه بل خبر  کې هم وئيل شوي د افغانستان ددفاع وزارت په نننۍ اعلامیې کې هم راغلي دي ، په غزني ولایت کې  په ده یک ولسوالۍ کې  د  ملی اردو په پاکونکو عملیاتو کې  د طالبانو ډلې د  ځان مرګو یو پټنځاي  تباه شوی دی.

 په دغې  اعلامیې کې وئيل شوي دي په دغو عملیاتو کې  د عربو ، پاکستانیو  او تاجکو ترهه ګرو پشمول  ۲۲ترهه ګر هم وژل شوي دي .