قندهار کښې ګڼ شمیر طالبان مړه او ژوبل شوي
Feb 12, 2021 10:26 Asia/Kabul
شفقنا خبري اژانس وايي د افغانستان دفاع وزارت نن وویل د قندهار ولایت په ارغنداب او میوند ولسوالیو کښې د طالبانو د سنګرونو پرضد د امنیتي ځواکونو په بریدونو کښې د دغه ډلې پینځویشت (۲۵) غړي ووژل شول او څوارلس (۱۴) نور ژوبل شوي او د طالبانو یوشمیر وسلې او مهمات هم تباه شول .
د افغانستان عسکرو دغه راز په ارغنداب او میوند ولسوالیو کښې د شپږشپیتو (۶۶) ماینونو په کشفولو سره د مرګوني حملې مخه ونیوله .
په تیرو څو ورځو کښې په قندهار ولایت کښې له طالبانو سره د امنیتي ځواکونو ډیرې نښتې شوي دي .
ټیګونه