افغانستان کښې د سونګو بیې ډیرې زیاتې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96712-افغانستان_کښې_د_سونګو_بیې_ډیرې_زیاتې_شوي
زمونږ خبریال وايي له اورلګیدا وروسته د اسلام قلعه د ګمرک د کاربندیز او د فعالیت له بندیدا وروسته په کابل ښار کښې د سونګو توکو بیې دوه (۲) برابره زیاتې شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 20, 2021 01:50 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د سونګو بیې ډیرې زیاتې شوي

زمونږ خبریال وايي له اورلګیدا وروسته د اسلام قلعه د ګمرک د کاربندیز او د فعالیت له بندیدا وروسته په کابل ښار کښې د سونګو توکو بیې دوه (۲) برابره زیاتې شوي دي .

په کابل ښار  کښې د یوه(۱) کلوګرامه مایع ګازو بیو له پنځوسو (۵۰) افغانیو څخه اوس سلو(۱۰۰) افغانیو ته رسیدلي ده او د یوه(۱) لیټر پیټرول او ډیزلو بیه هم له پینځه دیرش (۳۰) افغانیوڅخه شپیتو(۶۰) افغانیو ته ورزیاته شوي ده .

همدا اوس د افغانستان په شمال کښې د ټرانسپورټ شرکتونو او ټرک چلونکو د دغه هیواد د شمال په لویه لاره کښې په غیر قانوني ډول د پیسو او د رشوت په اخیستلو باندې اعتراض کې له تیرو دریو (۳) اونیو راهسې کاربندیز کړی  او له تیرو دوو(۲) اونیو راهسې د افغانستان د صرافانو عمومي بندیز هم تراوسه دوام لري .

بلې خوا د افغانستان د هرات د اسلام قلعه د ګمرک په اور کښې د تیلو په سلګونو ټانکرونه سوزځیدلي دي او له دغه ګمرک څخه د سونګو موادو د واردیدا بهیر هم دریدلی دی