د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته ځي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96858-د_افغانستان_د_بهرنیو_چارو_وزیر_مسکو_ته_ځي
مسکو ته د طالبانو تر سفر اوپه افغانستان کې د روسیې له خوا د موقتې ادارې تر وړاندېز وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته ځي.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Feb 23, 2021 10:16 Asia/Kabul
  • د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته ځي

مسکو ته د طالبانو تر سفر اوپه افغانستان کې د روسیې له خوا د موقتې ادارې تر وړاندېز وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته ځي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سبا چهارشنبه مسکو ته ځي او هلته به له روسي چارواکو سره د افغانستان د سولي پر بهیر او د مخدره مواد د قاچاق د مخنیوي په هکله په ګډي همکارۍ خبري وکړي.

اتمر وروسته له هغې مسکو ته ځي، چي څه وخت وړاندي د طالبانو له پلاوی د شېرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ مسکو ته تللی وو او په افغانستان کي یې د موقت حکومت د رامنځته کيدو په تړاو خبري کړي وې.

مسکو په نظر کې لري چي د افغانستان د سولي په تړاو د طالبانو د سیاسي استازو په شمول یوه څواړخیزه غونده جوړه کړي.

په دې غونده کې د ګډون لپاره امریکا، پاکستان، چین او ایران ته بلنه شوې خو امریکا د یادي غوندي سره مخالفت کړې.