د امريکائي قوماندان جنګ غوښتونکو څرګندونو د افغان ولس قهر راوپاروۀ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i96874-د_امريکائي_قوماندان_جنګ_غوښتونکو_څرګندونو_د_افغان_ولس_قهر_راوپاروۀ
د امريکې د فوځ مرکزي د قوماندانۍ د ترهه ګريزې ادارې سنټکام قوماندان جنګ غوښتونکو څرګندونو د افغان ولس قهر او نفرت راوپاروۀ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Feb 24, 2021 05:29 Asia/Kabul
  • د امريکائي قوماندان جنګ غوښتونکو څرګندونو د افغان ولس قهر راوپاروۀ

د امريکې د فوځ مرکزي د قوماندانۍ د ترهه ګريزې ادارې سنټکام قوماندان جنګ غوښتونکو څرګندونو د افغان ولس قهر او نفرت راوپاروۀ.

د آريانا نيوز د رپوټ له مخې جنرل کېنېت اېف مېکنزي په نه سنجول شويو او جنګ زياتونکو څرګندونو کښې ويلي دي، د قطر د موافقه ليک له مخې طالب ډلې په افغانستان کښې په پرتو امريکائي فوځيانو حملې اودرولې دي خو په دغه هېواد کښې يې امنيتي ځواکونو په خلاف حملو او د مدني او رسانه اي فعالانو هدفمنو وژنو ته يې لمن وهلې ده.

قهرجنو افغانانو په سوشل ميډیا کښې وويل، د داعش په شمول د ترهه ګرو ډلو د ملاتړي د دغه امريکائي ترهه ګر فوځي قوماندان څرګندونې د افغانستان د صلحې له بهير څخه د ملاتړ په اړه د دغه هېواد د چارواکو د وېناو په خلاف د وحشيانه او جنګ غوښتونکي خوئي ښودنه کوي

افغانانو په خپلو بياناتو کښې دا خبره په ګوته کړه چې د مېکنزي دغوتحريکونکو څرګندونو د افغانستان د چارواکو او ولس په وړاندې خپله مکروهه، غېرانساني، غېر حقيقي او غولونکې څېره بې نقابه کړې ده.

دا ټکے د غور وړ دے چې په قطر کښې د ۲۰۲۰ کال په فرورۍ کښې له طالب ډلې سره د امريکې د تش په نامه صلحې د موافقه ليک د افغانستان د صلحې د خبرو اترو د شروع کېدو له وخت نه د کابل په شمول د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې ترهه ګريزې حملې او هدفمن قتلونه زيات شوي چې په سلګونو خلقو ته يې مرګ ژوبله رسولې او د خلقو قهر يې رابرسېره کړے دے.

د سيمې د سياسي مسائلو کارپېژاندي په دې باوري دي چې امريکه په افغانستان کښې د ناامنۍد دوام ، د ترهه ګرۍ او جنګ د پراختيا اصلي عامله ده او له دغه هېواده د امريکائي ترهه ګرو فوځيانو په وتلو سره به جنګ ختم او ارامښت راستون شي.