د افغانستان په پلازمینې کښې بیا چاودنه وشوه
Feb 24, 2021 11:30 Asia/Kabul
د کابل ښار په لویدیځ کښې نن سهار په یو موټر باندې چاودنه شوې ده
د کابل ښار په لویدیځ کښې نن سهار په یو موټر باندې چاودنه شوې ده
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې نن د کابل ښار په پنځمې امنیتي حوزې کښې په کمپنۍ سیمه کښې په شوې چاودنه کښې یو موټر د چسپکي ماین هدف ګرځیدلې دی.
د دغې چاودنې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه تراوسه کوم رپورټ نه دی خپور شوې.
د ویلو ده چې د افغانستان د پلازمینې کابل ښار او هم داشان د هیواد په ځینو ختیځو سیمو کښې په دې وروستیو کښې بمي چاودنې او ترهګرې حملې زښتې زیاتې شوې دي.
ټیګونه