د جمال خاشقچي د وژنې له څېړلو څخه د افغانستان هرکلی
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په صادرولو سره د سعودي نیوکه کوونکي او لیکوال خاشقچي د وژنې د مسالې له څېړلو څخه هرکلی وکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلې: افغانستان د دې هیواد له اساسي قانون او ارزښتونو او همدارنګه د خپلو نړیوالو ژمنو څخه په پېروکاری سره د خبریالانو د مصئونیت په لړ کې ځان مسئوله بولي.
یادو مسالو ته په کتو سره افغانستان د جمال خاشقچي د وژنې په مساله کې د عربستان له لوري د قانوني اقداماتو څخه هرکلی کوي.
د جمال خاشقچي د وژنې د دوسیې له څېړلو څخه د افغانستان هرکلی په داسي حال کې مطرح کیږي چي عربستان تر دې دمه د خاشقجي وژله یې نه ده غندلې.
د بلي خوا څخه یو شمېر افغان علماو د عربستان له لوري د افغانستان په ځینو مدرسو کې د وهابیت د مفکورې له ترویج څخه اندېښنه ښودلې.
خاشقچي د واشنګټن پست خبریال و چي د سعودي د ولیعهد په ضد به یې ځینې وختونه لیکنې کولې، هغه په ۲۰۱۸ کال کې په ترکیه کې د عربستان په کنسولګرۍ کې ووژل شو.